نثار احمد: شاوخوا اته بجې په تورخم پیل شوې وسله واله نښته پای ته ورسید

په تورخم د افغان کميسارې سرپرست نثار احمد ازادۍ راډیو ته وویل، چې شاوخوا اته بجې په تورخم پیل شوې وسله واله نښته پای ته ورسید.

نوموړی وايي،چې سيمه په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې ده او دوی ته کوم تلفات هم نه دي اوښتي.

دی وايي،چې په سیمه کې هغه وسله وال،چې بریدون يې کول وژلي دي،خو شمېره يې په ډاګه نکړه.

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل،چې جګړه دوام لري او په تورخم دوه لوی تمځايونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او په لسګونو لويې موټرې له منځه تللي،چې زیاتره يې امریکايي ټانګونه دي.

مجاهد وايي،چې په دې نښته کې تر اوسه په لسګونو داخلي او خارجي امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دارنګه د سیمې خلک وآيي،چې درې تنه مستریان،چې هلته په تورخم کې خپله غریبي يې کوله په نننۍ نښته کې زخميان شوي دي.

ننګرهار: شاه محمود شینواری