په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون مسولین وايي، چې ناامنیو او اداري فساد په هېواد کې د ښې حکومتدارې پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.
د دې کمیسیون رییس احمد مشاهد د یکشنبې په ورځ جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په تیرو دولسو کلونو کې نړېوالې ټولنې او افغان حکومت لیرې پرتو سیمو ته ښې حکومتدارې او بشري ځواک رامنځ ته کولو ته ډيره کمه توجه کړې.
بل خوا ځیني کتوونکي وايي چې؛ خپله په یاده اداري کې اداري فساد موجود دی ځکه خو اداري اصلاحات نشي تطبیق کولای.
په لومړي ځل د افغانستان د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون دا مني چې؛ دوي د ښې حکومتدارې په رامنځ ته کولو او د اداري فساد په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي.
په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون ریس ډاکتر احمد مشاهد خبریالانو ته وویل چې؛ د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کیدو په مخ کې دوه لوی خنډونه موجود دي:
(هغه لومړینې ضرورت چې له مخې موږ وکړای شو ښه حکومتدارې تبطیق کړو هغه دا چې باید امنیت ولرو ، خو بیا امنیت له ښې حکومتدارې پرته ناشونې دي دا هغه معقولې دي چې یو بل ته مستقیمي اړیکې لري که چیرې امنیت ونه لرو نو ښه حکومتدارې نه لرو. )
ښاغلي مشاهد دا خبرې په هغې غونډه کې وکړې چې د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتاتو د کمیسیون له خوا په لرې پرتو سیمو کې د ښې حکومتوالۍ په اړه جوړه شوې وه.
نوموړي تایید کړه چې په افغان دولت کې په لوړه کچه فساد موجود دی.
د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون رییس زیاته کړه، په ځینو وزارتونو کې وزیران او ریسان له خپل قانوني واک څخه ناوړه استفاد کوي.
مشاهد ومنله چې د دولتي مامورینو او چارواکو د استخدام لپاره د ازموینې د ازادې سیالۍ په پروسه کې هم اداري فساد موجود دی.
دی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د نوموړي په مشرۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون د ازموینې دا پروسه پرمخ بیايي او د اداري اصلاحاتو لپاره کار کوي.
دا کمیسیون د تیرو شاوخوا یولسو کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
خو ځینې کتوونکي وايي چې په افغانستان د اداري فساد او کمزورې حکومتدارۍ یو علت په خپله په یاد کمیسیون کې اداري فساد دی.
د سیاسي چارو یو کارپوه مطیع الله خروټي ازاډي راډیو ته وویل چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اکثره چارواکي د جمهوري ریاست د اړیکو پر اساس ګومارل شوي دي.
د چارو ځینې کتوونکي په دې باور دي چې په هیواد کې د ناامنیو یو سبب په دې هیواد په خاصه توګه ځینو ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې یې ضعیفه حکومتداري او پراخ اداري فساد دی.
که څه هم حکومتي چارواکو تل ویلي چې له اداري فساد سره مبارزه کوي خو افغانستان لا هم د نړی له هغو هیوادونو څخه بلل کیږي چې اداري فساد پکې تر ټولو ډیر دی.
مرضیه احمدزۍ