د مصر لوی څارنوال د دې هېواد له واکه لرې شوی ولسمشر محمد مرسي د خپلې واکمنۍ په وخت کې د تشدد د خپرولو او په خونړیو پيښو کې د لاس درلودلو په تور محکمې ته راجع کړی دی.
د مصر دولتي خبري اژآنس پرون (یک شنبه) خبر ورکړ چې؛ محمد مرسي او د اخوان المسلمین د ډلې څوارلس نور غړي د تشدد او قتل په تور د قاهرې جنايي محکمې ته معرفي شوي دي.
د محاکمې د پيل نیټه نه ده څرګنده شوې.
دا تورونه تر ډیره حده په ۲۰۱۲ (میلادي) کال کې د محمد مرسي د پلویانو او مخالفینو ترمنځ په خونړیو نښتو پورې تړلي دي.
څارنوالانو پر محمد مرسي دا تور هم لګولی چې په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې له زندانه د تښتیدلو لپاره یې له بهرنیو ډلو سره لاره جوړه کړې وه.