په شمالي وزیرستان کې بمي چاودنې ۹پاکستاني پوځیان وژلي

په شمالي وزیرستان کې د سرک د غاړې په بمي چاودنه کې پرون (یک شنبه) د پاکستان د پوځ نهه ( ۹ ) عسکر وژل شوي او لږترلږه شل (۲۰) نور زخیمان شوي دي.

چارواکي وايي چې؛ چاودنه مرانشاه ته نږدې د پاکستان د پوځ پر کتار وشوه.

تر اوسه د دې حملې مسولیت چا نه دی اخیستی خو په سیمه کې د طالبانو او القاعده شبکې سره تړلي وسله وال وخت نا وخت پر ملکي او پوځي اهدافو حملې کوي.