کري: په سوریه کې زهرجن کیمیاوي مواد(سرین ګاز) استعمال شوي

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري وايي، امریکا د دې شواهد لري چې په سوریه کې داسې زهرجن کیمیاوي مواد (سرین ګاز) چې پر اعصابو اغیز کوي استعمال شوی دی.

جان کري پرون (یک شنبه) د امریکا تلویزیون (NBC) ته په مرکه کې وویل، دمشق ته نږدې د حملې له ځایه د قربانیانو د وینې او ویښتانو له اخیستل شویو نمونو د سارین ګاز د استعمال مثبتې نښې څرګندې شوې دي.

د امریکا متحد ایالات د بشارالاسد پر رژیم تور لګوي چې د اګست په یویشتمه نیټه یې دا حمله کړې چې د واشنګټن په وینا لږترلږه څوارلس سوه کسان په کې وژل شوي دي.

جان کري ډاډ څرګند کړ چې کانګرس به د سوریې د رژیم پر ضد د پوځي اقدام اجازه ورکړي . کري وویل، د وخت له تیریدو سره د پوځي اقدام نظریه لا پياوړی کیږي:

(زه فکر نه کوم چې د امریکا په سنا او د استازو په مجلس کې زماپخواني همکاران به زموږ ټولو ګټو، زموږ د هیواد اعتبار او هغو نورمونو ته شا کړي چې په نړۍ کې د ۱۹۲۵ (میلادي) کال راهیسې د کیمیاوي وسلو پر استعمال د بندیز لګوي .)

د ملګرو ملتونو د سازمان هغو پلټونکو چې؛ د حملې ځاي ته ورغلي وو، ویلي چې له سیمې د راغونډو شویو نمونو او شواهدو څيړنه لږترلږه درې اونۍ وخت نیسي.

د امریکا ولسمشر د سوریې د رژیم د اهدافو پر ضد د پوځي اقدام پریکړه د شنبې په ورځ اعلان کړه خو ویویل چې تر هغه مخکې به د کانګرس اجازه واخلي.

د امریکا کانګرس د سپټمبر په نهمه له رخصتۍ خلاصیږي او په کار پيل کوي نو ټاکل شوې چې په همدې نيټه په کانګرس کې د سوریې د رژیم پر ضد د پوځي اقدام پر سر بحث او رایې ګیري وشي.

فرانسې هم پر نړېوالو غږ کړی چې؛ په سوریه کې د اقدام لپاره پياوړی ایتلاف رامنځ ته کړي.

د فرانسې د کورنيو چارو وزیر مانویل والس پرون (یک شنبه) وویل چې فرانسه به هم د امریکا د کانګرس پریکړې ته معطله شي:

(تاسې پوهیږي چې فرانسه یوازې هلته (سوریې ته ) نه شي ورتلای. ولسمشر اوباما پریکړه کړې چې د امریکا د کانګرس راییه واخلي. داسې ګومان مه کوي چې په سوریه کې به مداخله نه کیږي خو موږ باید د دې مرحلې پاي ته صبر وکړو. )

د سوریې ولسمشر بشارالاسد لا هم دفاع کوي او ټینګار یې کړی چې هیواد یې د هر ډول بهرنۍ مداخلې سره مبارزی ته تیار دی.

د سوریې د دولتی مطبوعاتو په حواله، بشارالاسد د یک شنبې په ورځ د یو شمیر ایراني مقاماتو سره کتلي او ویلي يې دي چې د امریکا ګواښونه به سوریه د خپلو اصولو له عملي کولو او د هغو تروریستانو په وړاندې له مبارزې بې زاره نه کړي چې د ده په وینا یو شمیر سیمیزو او غربي هیوادونه یې ملاتړ کوي.

د سوریې د کورنیو چارو وزیر ولسمشر اوباما زړه نا زړه او متردد بللی او د دې هیواد پر کانګرس غږ کړی چې د رایې ورکولو پر مهال منطق وکاروي .

خو د سوریې د رژیم اپوزیسیون له دې امله مایوسي څرګنده کړې چې ولسمشر اوباما د بشارالاسد د رژیم پر ضد پوځي اقدام د امریکا د کانګرس د کار تر پيله ځنډولی دی.

د سوریې د ملي اتحاد شورا په یوه خبر پاڼه کې د امریکا د کانګرس پر غړو غږ کړی چې سم انتخاب وکړي او د بشار الاسد د رژیم د قتلونو په مخنیوي کې د خپلې ادارې ملاتړ وکړي.