مصري چارواکي: په سویز کانال کې پر یوې کښتۍ ناکامه برید شوی

مصري چارواکي وايي، په سویز کانال کې نن پر یوه کشتۍ چې د پاناما بیرغ پرې رپېده یوه ناکامه حمله وشوه.

د سویز کانال د ادارې مشر ادمیرال محاب ممیش وویل چې؛ دا برید یو تروریستي عمل و او هدف یې د کشتیو په هغه جریان کې خنډ رامینځ ته کول و، چې سورسمندرګی له مدیترانې سره وصلوي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې حمله کې هېڅ یوې کشتۍ ته زیان نه دی اوښتی او په سویز کانال کې د کشتیو تګ راتګ په عادي ډول روان دی.

د دې برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو په راپورونو کې ویل کېږي چې د چاودنو اوازونه اورېدل شوي دي. سمدستي معلومه نه ده چې دا پېښه په مصر کې له روانو نارامیو او خونړیو پېښو سره تړلې ده کنه.