د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکی نلسن منډېلا نن له روغتون څخه رخصت شو.
منډېلا د سږو د ناروغۍ له وجې د دوو میاشتو لپاره په روغتون کې تر علاج لاندې و. پنځه نوي کلن منډېلا که څه هم د حکومت د یوه بیان له مخې اوس هم په نازک او کله ناکله په غیرثابت حالت کې دی؛ نن خپل کورته ستون شو.
په بیان کې ویل شوي دي چې، د منډېلا روغتیايي مراقبت به په کور کې هم د روغتون په شان په لوړه اندازه دوام وکړي.