افغانستان او فرانسه د لاسلیک شوي معاهدې د عملي کېدو لپاره ګډ کمیسیون جوړوي

افغانستان او فراسه غواړي چې، په خپلو کې د لاسلیک شوي معاهدې د عملي کېدو لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د دې کمیسیون د پرانستلو لپاره به د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د سې شنبې په ورځ فرانسې ته سفر وکړي.

د تیر کال د جنورۍ په میاشت کې افغانستان له فرانسې سره د دوستۍ معاهده لاسلیک کړه.

ددې معاهدې له مخې فرانسې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.