په پروان ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې اته کسان وژل شوې دي او پنځه نور ټپیان دي.
چارواکي وايي، د دې برید قربانیان د کرومایدو د کان امنیتي کارکونکې دي.
د راپورونو له مخې دا چاودنه پرون د بګرام په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې؛ د کرومایدو د کیمیاوي موادو د انتقال موټر له سیمې د تیریدو په حال کې و.
د بګرام د ولسوالۍ د امنيې قومندان حشمت مسلم په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
"د کرومایدو د کاند د امنیتې قطعې یو موټر چې د کان خواته روان؛ د لارې په اوږدو کې په یو ماین چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو ځای پرځای کړی و؛ برابر شوی دی.
موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی چې؛ اته کسان یې وژلي او پنځه کسان یې ټپیان کړي دي."
تر اوسه چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.