جمهور رییس بارک اوباما وايي؛ پریکړه یې کړې ده چې، متحد ایالات باید په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د اهدافو پرضد د محدود پوځي اقدام وکړي.
اوباما پرون په سپينه ماڼۍ کې وویل چې؛ دا پریکړه يې تر هغه وروسته وکړه چې؛ د امریکا د استخباراتي ادارو رپوټونو تایید کړه چې؛ د اسد د رژیم ځواکونو په دمشق کې د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر زیاته کړه چې؛ له قوې څخه تر کار اخیستلو مخکې به د کانګرس تایید وغواړي او دا مساله به د کانګرس د دوبي د رخصتي له پای ته رسیدو سره سم بحث او رایې ګیري ته وړاندې شي.
"ما تر محتاطانه غور وروسته پرېکړه وکړه چې؛ د امریکا متحد ایالات باید د سوریې د رژیم د اهدافو پر ضد پوځي اقدام وکړي. دا به اوږدمهالې مداخله نه وي.
موږ خپل عسکر هلته نه وراستوو بلکې دا به د وخت او پراختیا له پلوه محدود اقدام وي. خو زه باور لرم چې د بشارالاسد رژیم د کیمیاوي وسلو د استعمال په خاطر مسوول ګڼلای شو او ځواب ورڅخه وغواړو."
د کانګرس غړو د جمهور رییس اوباما د دې پریکړې هرکلی کړی چې؛ غواړي پر دې مساله د دوی تایید واخلي.