بغداد: وسله والو د سنيانو پر یوه جومات کې پنځه تنه ووژل

وسله والو کسانو په بغداد کې د سنيانو پر یوه مسجد په حمله کې پنځه تنه ووژل.

دا حمله پرون (شنبه) شوې ده. امنیتي چارواکي وايي چې، حمله کوونکي پرون په دې سیمه کې چې ډير خلک یې شیعه ګان دي د سهار د لمانځه پر وخت جومات ته ورننوتل او پر خلکو يې ډزې وکړې.

حمله کوونکي د پيښې له ځايه تښتیدلي او هیڅ یوې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستي.

په عراق کې وروستیو پرله پسې حملو داسې ویره پيدا کړې چې دا هیواد به یو وار بیا د تیرو کلونو په څير د اکثریت شیعه ګانو او اقلیت سنیانو ترمنځ د فرقه یې تشدد ښکار شي.

د روان کال له پيل راهیسې په عراق کې درې زره او اته سوه (۳۸۰۰) کسان په تشدد کې وژل شوي دي.