د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وروستۍ انتحاري حملې په ارتباط دوه تنه نیول شوي دي.
د جمعې په ورځ په دې انتحاري حمله کې د دشت ارچي ولسوال په ګډون اوه تنه ووژل اودولس تنه زخمیان شول.
د تخار امنیه قوماندان عبدالحنان قطغني پرون (شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې؛ د حملې په ارتباط دواړه مشکوک کسان په خواجه غار ولسوالۍ کې نیول شوي دي:
"دا دوه تنه اوس له موږ سره مشکوک دي. پولیس پر دوی دواړو شک لري او هغوی يې د تيښتې په حال کې نیولي دي."
د تخار امنیه قوماندان زیاته کړه چې؛ د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د حملې د جزیاتو د څرګندولو لپاره د نیول شویو کسانو څخه څیړنه کیږي.