"طالب رهبران به افغان ولس ته د خپلو جنایتونو ځواب ورکوي"

جمهور رییس حامد کرزی وايي، د طالبانو رهبران به د افغانستان ولس په وړاندې مسوول وي.

د ولسمشر کرزي د دفتر خبر پاڼه وايي چې؛ د وسله والو طالبانو رهبران او قوماندانان چې د خلکو پر وړاندې جنایتونه تر سره کوي او ځواب به یې ورکوي.

د جمهور رییس حامد کرزي دا خبرې په هغه خبر پاڼه کې راغلي چې؛ پرون خپره شوې او په کندهار کې پرونۍ انتحاري حمله يې په شدت غندلې ده.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل وايي، په پرونۍ انتحاري حمله کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي او تر څلرویشت زیات زخمیان دي.

د جاوید فیصل په وینا، په وژل شویو کې څلور ملکي کسان، یو پولیس او یو د کابل بانک د سیمه ییز دفتر ساتونکی دی.

د کندهار ښار په منځ کې دا حمله پرون غرمه کابل بانک د دفتر په وړاندې وشوه چې؛ د دولتي چارواکو په وینا، په زخیمانو کې زیاتره ملکي کسان وو.

د سیمې یوه اوسیدونکي چې د حملې په وخت هلته و ازادي راډیو ته وویل:

"ما خپله زخمیان او مړي پورته کړل. د خلکو کوټه پرته وه. د چا لاس نه و او د چا پښه نه وه، د چا سر پرې شوی وو."

دا په کندهار کې په تیرو څه باندې دوو میاشتو کې لومړۍ ستره خونړۍ حمله ده چې؛ د رپوټونو پر اساس تلفات یې تر ډیره حده ملکي خلک دي.

د ازادي راډیو خبریال وايي، تر اوسه چا په کندهار کې د دې حملې مسوولیت نه دی اخیستی.

خو د ولسمشر د دفتر خبرپاڼه وايي چې؛ د وسله والو طالبانو قوماندانان او رهبران باید وپوهیږي چې؛ د داسې جنایتونو په ترسره کولو یې یوازې د خلکو کرکه او د خداي عذاب په برخه کیږي.

اعلامیه وايي چې، طالبان د خپلو بادارانو په اشاره په افغانستان کې د ملکي کسانو قتلونه کوي.

ولسمشر کرزي په هلمند او بغلان کې بمي چاودنې هم په شدت غندلې دي.

رپوټونه وايي چې، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د جمعې په ماښام په بمي چاودنه کې، دولس تنه ووژل شول.

د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې هم پينځه هلکان چې په سیمه کې یې شپني کوله وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.

د جمعې په ورځ په کندز کې هم په انتحاري حمله کې د دې ولایت د دشتي ارچي ولسوال او شپږ تنه نور ووژل شول او دولس تنه زخیمان شول.

په داسې حالکې چې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ (میلادي) کال تر پایه له افغانستانه وزي؛ د امنیتی وضعیت څرنګوالی او راتلونکې د ډیرو ولسي افغانانو لپاره یوه عمده اندیښنه ده.