جراات: ایران تراوسه د افغان پلاوي د سفر په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی

د افغانستان د کډوالو او راستندیونکو چارو وزارت وايي، ایران تراوسه دغه هېواد ته د افغان پلاوي د سفر په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د وزیرانو شورا پریکړه کړې چې؛ د کډوالو چارو د وزیر په مشرۍ دې یو پلاوی ایران ته سفر وکړي تر څو له دې هېواده د یو شمېر افغان کډوالو د اجباري ویستلو ستونزه هواره کړي.

د ایران حکومت پریکړه کړې چې؛ د روانې سنبلې میاشتې له پنځلسمې نیټې وروسته هغه افغانان چې هلته د اوسیدو اسناد نه لري، په زوره له خپلې خاورې وشړي.