په نوي ډهلي کې د تنیکو ځوانانو لپاره یوه محکمه به حکم صادر کړي

تمه ده چې په نوي ډهلي کې د تنیکو ځوانانو لپاره یوه محکمه به نن پر یوې ځوانې جنۍ باندې د ډله ییز جنسي تيري په قضیې کې حکم صادر کړي.

په تیر ډسمبر میاشت کې پر یوې ۲۳ کلنې محصلې باندي په یوه بس کي د څو تنو له خوا په پرله پسي ډول جنسي تیری شوی و او د اوسپنې په میلو وهل شوي وه.

محصله جنۍ دوې اوونۍ وروسته مړه شوه او دي پېښې په هند کې د ښځو پر وړاندي دتاوترخوالي ستونزې رابرسیره او ستر اعتراضونه یي راوپارول.

د جنسي تیري یو تن دا مهال ۱۷ کلن دی او که د نن ورځې په حکم کي مجرم وپیژندل شي نو په دري کاله بند به محکوم شي. څلور نور کسان د پیښې په اړه محاکمه شوي او شپږم کس په مارچ میاشت کي د زندان په خونه کي ځوړند او مړ میندل شوی و.