سوریې او روسیې د امریکا دا ګواښ وغانده چې؛ الاسد پر حکومت به پوځي برید وکړي

سوریې او روسیې د امریکا د متحد ایالتونو دا ګواښ وغانده چې د بشار الاسد پر حکومت به پوځي برید وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د استخباراتو پر دې رپوټ انتقاد وکړ چې وایي، د سوریې رژیم کیماوي وسلې استعمال کړې دي. د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دغه رپوټ ناسم دی او جعلي چمتو شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات بیا د امریکا دغه خبرداری چې پوځي برید به وکړي، د نه منلو وړ ګواښ وباله.

بل لور ته د مشق ته نژدې په هغه ځای کې چې ویل کیږي نژدې دوې اونۍ مخکې هلته کیمیاوي وسلې استعمال شوې دي، د ملګرو ملتو پلاوي شواهد راغونډ کړل، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د دغو سمپلونو څیړنه به څومره وخت ونیسي.

د امریکا د استخباراتو رپوټ، چې پرون خپور شو، څرګندوي چې دمشق ته څیرمه د اګست په یو ویشتمه د زهرجن ګاز د استعمال له امله یو زر څلور سوه نهه ویشت کسان وژل شوې دي، چې څلور سوه شپږ ویشت یې کوچنیان دي. د امریکا د استخباراتو د رپوټ له مخې دا برید د سوریې رژیم پلان کړی و او ترسره کړی یې دی.

تر اوسه د امریکا ولسشمر پر سوریې د برید پریکړه نه ده کړې، خو پرون په واشنګتن اوباما وویل، د زهرجن ګاز کارول د منلو نه دي:

« دا ډول برید نړۍ ته یو ګواښ دی. موږ نه شو کولی چې داسې نړۍ ومنو چې هلته ګاز پر ښځو، ماشومانو او بې ګناه ملکیانو په ډیرې ناوړه بڼه استعمالیږي».

اوباما زیاته کړه چې؛ د سوریې د کیمیاوي وسلو برید نړۍ ته ګواښ دی او د امریکا ملګرو هیوادو ته لکه اسراییل او اردن ته.