د م.م څیړونکو، په سوریه کې له تحقیقاتو وروسته، په دمشق کې خپل هوټل پریښود

د ملګرو ملتو څیړونکو، د کیمیاوي وسلو د برید د پیښې له تحقیقاتو وروسته، په دمشق کې خپل هوټل پریښود او داسې ښکاري چې دغه ډله له سوریې د وتلو په حال کې ده.

دغو څیړونکو خپل تحقیقات پرون پای ته ورسول، شواهد یې راغونډ کړل او ټاکل شوې ده چې ورسره را اخیستې نمونې په اروپا کې وڅیړي.

د ملګرو ملتو څیړونکي په داسې وخت کې له سوریې وځي، چې د امریکا پوځي بیړۍ د مدیترانې په ختیځ کې له توغندیو سره ځای پرځای شوې دي.

د امریکا ولسمشر پرون وویل، تر اوسه یې پر سوریې د برید پریکړه نه ده کړې، خو څرګنده یې کړه چې د زهرجن ګاز کارول د منلو نه دي:

«دا ډول برید نړۍ ته یو ګواښ دی. موږ نه شو کولی چې داسې نړۍ ومنو چې هلته ګاز پر ښځو، ماشومانو او بې ګناه ملکیانو په ډیرې ناوړه بڼه استعمالیږي».

اوباما زیاته کړه چې د سوریې د کیمیاوي وسلو برید، نړۍ ته او د امریکا ملګرو هیوادو ته لکه اسراییل او اردن ته، یو ګواښ دی.