پاکستاني چارواکو د موبایل تیلیفونونو پلورونکو ته خبردارئ ورکړی

پاکستاني چارواکو د موبایل تیلیفونونو پلورونکو ته خبر ورکړی چې؛ د موبایل ټیلیفونونو له وړیا خدماتو لاس واخلي، څو په ټولنه کې ځوانان له هغو کارونو راوګرځول شي، چې د ټولنې له اخلاقي اصولو سره سم نه وي.

د پاکستان د ټیلیفون د برخې چارواکو، وویل، د سپتمبر له دوهمې وروسته باید د ټیلیفون کمپنۍ خپل ټول هغه امتیازات چې د وړیا خبرو او د وړیا مسیجونو لپاره یې خلکو ته ورکوي، بند کړي.

د پاکستان د ټیلیفون د برخې چارواکو څرګنده کړه چې؛ دا پریکړه وروسته تردې وشوه چې؛ ګڼو خلکو شکایت وکړ چې دغه ډول وړیا خدماتو د دوي ځوانان او ځوانانې هڅولې دي چې یو له بله سره اړیکي ټینګ کړي.

په مرکزي او ایالتي پارلمانونو کې هم یو شمیر وکیلانو دا خبره کړې ده.

د پنجاب په اسامبلۍ کې وکیل شیخ علا الدین وویل، هلکان او نجونې ټوله شپه په موبایل خبرې کوي، چې له دې سره زموږ د ځوانانو اخلاق خرابیږي.