حامد کرزي په کندز کې د یوه جومات دننه چاودنه له اسلام سره دښمني وبلله

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کندز کې د یوه جومات دننه چاودنه له اسلام سره دښمني وبلله.

دغې چاودنې پرون د ارچي په ولسوالۍ کې د ولسوال شیخ صدرالدین سعدي په ګډون اته تنه ووژل او شپاړلس نور یې ټپیان کړل.

ویل کیږي چې؛ چاودنه د جومات دننه د یوې فاتحې پر مهال وشوه.

د جمهوري ریاست د خبرپاڼه له مخې، ولسمشر کرزي دغه برید یو وحشي عمل بللی.