بارک اوباما تر اوسه پورې پر سوريي د حملې په اړه نهایي پریکړه نه ده کړې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تر اوسه پورې پر سوريي د حملې په اړه نهایي پریکړه نه ده کړې.

دا اقدام په سوريي کې د کیمیاوي وسلو د استعمال په عکس العمل کې په امریکا کې تر څیړني لاندې دی.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ وویل، د غیرې نظامي خلکو وژل د نړۍ لپاره د زغم وړ نه دي:

(دا ډول حمله د نړۍ لپاره یوه ننګونه ده. موږ نشو کولای داسې یوه نړۍ ومنو چې؛ هلته ښځې، ماشومانو او ملکي بې ګناه خلک په ډیره اندازه د یوه خطرناک غاز هدف وګرځي.)

اوباما زیاته کړه، د سوريي په واسطه د کیمیاوي وسلې استعمال د امریکا د متحدینو لکه اسراییل او اردن ته یو ګواښ دی.
.