د تاجکستان پارلمان پرون پریکړه وکړه چې؛ د نومبر د میاشتې په شپږمه په دې هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.
دا پریکړه پرون په یوه خوله د تاجکستان د پارلمان د دواړو خونو د غړو په ګډه غونډه کې وشوه.
ډیر اټکل کیږي چې؛ جمهور ریس امام علي رحمان به د جمهوري ریاست د څلورمې دورې لپاره ودریږي.
امام علي رحمان د (نولس سوه څلور نویم میلادي) کال راهیسې د تاجکستان ولسمشر دی او وروستی وار یې په ۲۰۰۶ (میلادي) کال کې د جمهوري ریاست انتخابات په (نهه اویا) فیصده رایو وګټل خو د نتایجو په اړه جنجال موجود وو.
امام علي رحمان په تاجکستان کې د ( خلکو ډیموکراتیک ګوند) مشر هم دی او ژمنه یې کړې چې را روانې ټاکنې به ازادې او عادلانه وي.