د افغانستان د فوټبال ډله به د بوتان له ټیم سره په نیپال کې لوبه وکړي

ټاکل شوې ده چې؛ د افغانستان د فوټبال ډله سبا نه بل سبا د بوتان له ټیم سره په نیپال کې لوبه وکړي.

دا د پاکستان له ټیم سره د افغانستان د فوتبال د لوبډلی له بریا وروسته له هیواده بهر د دي ټيم دوهمه مسابقه بلل کیږي .

د افغانستان د فوتبال ټیم وايي چي دبوتان د سیالې لپاره یې ښه تیاری نیولی دی .
افغانستان د اګست په یو ویشتمه په یوې ډیرې جذابي لوبي کې د پاکستان ټیم ته یو د دري په مقابل کې ماته ورکړه .

په دې مسابقې کې چې په کابل کې وشوه افغانستان وروسته له شپږ دیرش کالو د فوتبال د داسی یوې لوبې کوربه وو .