د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایي؛ د روان لمریز کال له پیله تراوسه یې له ښځوسره د زور زیاتي څه باندې درې زره قضیې ثبت کړي دي.
د دې کمیسیون مسوولین وایی، په دې کې عمده پیښې روحي او جسمي فشارونه دي چې؛ ښځې ورسره د هېواد په مختلفو سیمو کې مخ شوي دي.
د دې کمیسیون د ښځو د چارو کمیشنرې قدریه یزدان پرست ازادي راډیو ته وویل؛ د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي سطح له دې هم لوړه ده؛ خو له مسالې څخه د ښځو د ناپوهي له امله ډیرې داسې پیښې پټې پاتې شوي دي.
"خشونت په مختلفو بوږنوونکي ډولونو په دې وروستیو کې پر ښځو زغمل کیږي او مخ په زیاتیدو دی.
له بده مرغه په ډیرو سیمو کې د بشر د حقونو کمیسیونو ته نه شي ورتلی. حال دا چې په شرقي او جنوبي سیمو کې دا خشونت زیات دی."
دې داهم وویل، په دې وروستیو کې دا خشونت د پروان، تخار، کندز او بغلان په ولایتونو کې زیات ثبت شوی دی.
اغلې یزدان پرست داهم وویل، د خشونت کومې درې زره قضیې چې ثبت شوي، جنسي تیری او ناموسی وژنې په کې شاملې دي.
د بشر د حقونو د کمیسیون چارواکي وایي؛ د روان کال د شپږو میاشتو له بشپړېدو سره د دې ډول ټول پیښوکره راپور هم خپور کړی.
سربیره پردې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د زورزیاتي نور خبرونه هم خپاره شوي دي.
زورزیاتی په زوره ودول، په ټولینزو چارو کې برخه نه ورکول او داسې هغه موارد دي چې، ښځې له کوره تیښتي او حتی ځان وژنې ته اړباسي.
د ښځو د حقونو فعالان وایي، په دې برخه کې د عدلي او قضایي ارګانونو کمزوری اقدامات د دې سبب شوي چې؛ دا ډول پیښې زیاتې شي.
فتانه ګیلاني وایي:
"کوم کسان چې خشونت کوي، هیڅکله نه محاکمه کیږي اوعدلي او قضایي ارګانونه هم نه توانیږي چې مجرم محکمې ته راکاږي. همداسبب دی چې دا پیښې زیاتیږي."
دغور ولایت د چغچران په ښار کې پر یوې ښځې ډله ییزجنسي تیری او د بدخشان په ولایت کې له یوه تنکی هلک سره ورته عمل هغه څه دي؛ چې په دې وروستیو کې پیښ شوی دی.
د ښځو پر وړاندې زورزیاتی په داسې حال کې زور اخلي چې ولسي جرګې تراوسه د ښځو پر وړاندې د خشونت د مخنیوی قانون نه دی تصویب کړي.
راپور: خان محمد سیند