نوی انتخاباتي ایتلاف راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل واحد کاندید اعلانوي

د افغان حکومت د ۱۳ مخالفو سیاسي ګوندونو نوی جوړ شوی ایتلاف وايي؛ د راتلونکو انتخاباتو لپاره به خپل واحد کاندید اعلان کړي.

دغه ایتلاف چې د انتخاباتي اتحاد په نامه یادیږي؛ دا اعلان تیره ورځ له خپلې لومړنۍ غونډې وروسته وکړ.

په یاد ایتلاف کې زیاتره ډلې او سیاسي څیرې د شمال د اتحاد دي چې؛ په ۲۰۰۱م کال کې يې د امریکا په مرسته د طالبانو رژیم نسکور کړ.

که څه هم چې تر اوسه ۲۰۱۴م کال د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره کاندیدان نه دي؛ ښکاره شوي، خو ولسمشر کرزي په دې ورستیو کې ویلي چې؛ ډاکتر عبد الله عبد الله، عبد الرب رسول سیاف او ډاکتر اشرف غني احمدزی د جمهوري ریاست له احتمالي کاندیدانو څخه دي.