د روسیې ولسمشر ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې لرې ختیځ ته ولاړ

د روسیې ولسمشر ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د روسیې لرې ختیځ ته ولاړ او هغه سیمه یې ولیدله چې سیلونو ځپلې ده.

نن امور اوبلاست ته د سفر پر مهال پوتین له سیمه ییزو بزګرانو سره وکتل او د ولایت له چارواکو سره وغږیده.

د روسیې ولسمشر سیل ځپونکو ته ډاډ ورکړ چې د وراوښتو زیانونو تاوان به ورکړل شي.

پوتین بیا وروسته خاباروفسک ښار ته ورغی، هغه ځای ته چې هلته د امیور سیند اوبه په زیاتیدو دي. اټکل کیږي چې تر یکشنبې د سیند اوبه په دې سیمه کې اووه سوه اتیا سانتي متره لوړې شي.

دغه سیل په تیرو یوسل او شل کلونو کې تر بل هر وخت سخت سیل دی چې په روسیې کې بهیدلی دی.