په انګريزي کې جنت ته پراډایس وايي او ډایورس متنوع یا مختلف څه ته وايي. خو نن د رپ موسيقۍ د دوو افغانو ځوانانو یوه داسې جوړه درپيژنم چې پراډایس او ډایورس نومیږي.
د پراډایس نوم د هغې مور او پلار له ماشومتوبه ورته غوره کړی. خو د ډایورس خپل نوم احمد مروي دی. دوی په ۲۰۰۸ کال کې له یو بل سره اشنا شول، په ګډه یې سندرې سره پېل کړې او په ۲۰۱۰ کې سره کوژده شوي هم دي. خو زموږ یې له هنر سره کار دی.
له دوی سره مې دا مرکه درته کړې، په سر کې پراډآیس وايي:
پراډایس: موږ رپ، هيپ هاپ، آر اینډ بي او پاپ سندرې وایو.
پوښتنه: دا مو خوښيږي که څنګه؟
پراډایس: دا خو داسې یو سبک دی چې کولی شو نوی والی پکې راولو. ځکه له بده بخته د موسیقۍ دا سبک په افغانستان کې دومره ډیر عام ندی. موږ غوښتل چې غربي رپ موسیقي له خپلې افغاني سنتي موسیقۍ سره داسې ګډه یا په اصطلاح میکس کړو چې له رپ او هیپ هاپ یوه نوې موسیقي رامنځ ته کړو.
پوښتنه: د دې موسیقۍ لپاره چې کله تاسې شعر ټاکئ؛ خپله یې لیکئ، کوم بل څوک یې درته لیکي او د سندرې طرز یا کمپوز څوک درته جوړوي؟
ډایورس: په افغانستان کې د رپ موسیقۍ لپاره د یوه شاعر پېدا کول ډیر ګران کار دی. خو له نیکه مرغه ځینې ملګري شته چې شعر راته ليکي.
شکیب مصدق زموږ له تکړو شاعرانو او ملګرو یو دی چې موږ ته شعرونه جوړوي. کله کله یو نیم شعر چې زموږ په وس پوره وي، هغه موږ پخپله لیکو. کنه نو شاعر ته وایو، چې زموږ داسې یو شعر په کار دی، یو لنډ داستان غوندې ورکو، چې فرضاً فلانۍ موضوع راته پکې ځای کړئ. نو هغوی خپل فکر کوي او د رپ لپاره یو ښه شعر راته ليکي.
پوښتنه: عموماً ما چې د رپ یا د راک موسیقۍ ځینې شعرونه لوستي نو ازاد یا سپين شعر ته ورته دي، قافیه وال نه وي، همداسې ده کنه؟
ډایورس: رپ پخپله داسې دی لکه یو څوک چې خبرې کوي. خو په یوه خاص ريتم وزنداره او اهنګينې خبرې پکې کیږي. هو قافیه او ځینې نورې خبرې پکې دومره ډیرې مهمې ندي، یو څه چې په رپ کې دیر مهم دي هغه دا دي، چې ته څه غواړې اوریدونکي ته یې ووایې، هغه څه هدف دی چې ته غواړې اوریدونکي ته یې په سندره کې ورسوې. دا ډير مهم دی.
پوښتنه: کله چې تاسې یوه سندره وایئ عشقي بڼه لري، ټولنيز موضوعات پکې وي او که نور څه...؟
پراډایس: زموږ سندرې ټولنيزې دي، سیاسي دي، عشقي دي او عرفانه هم پکې شته. هر هغه څه چې وپوهیږو زموږ اوریدونکی یا مینه وال یې غواړي وایې وري؛ پخپلو سندرو کې ځای ورکوو.
داسې نده چې یوازې غواړو ټولنيزې یا سیاسي خبرې دې پکې وي، یا دې یوازې ګډا پکې وي، نه... موږ غواړو داسې څه پکې وي چې زموږ هنر او موسیقي ورسره ښکلې وي.
پراډایس: یو لیکل شوي څه چې هم مې یې شعر او هم مې یې ويډيو کليپ ډیر زیات خوښيږي.
دغه شعر هم ښاغلي شکیب مصدق لیکلی. زه نه وایم چې زه لومړنۍ افغانه ښځینه رپ سندره ویونکی یم، خو که ګستاخي نشي نو دا د یوې افغانې نجلۍ لخوا لومړنۍ ویل شوې سندره ده، چې نږدې دوه کاله پخوا وویل شوه او په یوټيوب کې هم خپره شوه. وبه یې وایم...
پوښتنه: ډایورس وايي چې زه به هغه سندره ووایم چې له ځینو ټولنيزو نیمګړتیاو پکې شکایت شوی، ښه نو...
ډایورس: سندره... فساد اداري...
پوښتنه: ښه... زه چې ځینو محفلونو ته تللی یم، زموږ ځینې ځوان سندرغاړي چې تازه یې راک یا پاپ موسیقۍ ته رامخه کړې، فکر کوم دوی له غربي موسیقۍ داسې درک کړی، چې شور او ځوږ جوړ کړه او پورته پورته خیزونه ووهه، په دې اړه تاسې څه نظر لرئ؟
ډیورس: رپ، راک، پاپ او ځینې نورې سبکونه د سندره کولو لپآره یو خپل ځانګړی فرهنګ، طرز او انداز لري. زه به دې خپل سبک په اړه ووایم، چې موږ رپ، هيپ هاپ وایو او (آر اینډ بي) هم وایو، نو د رپ او هیپ هاپ ویل داسې ندي، چې بس ته داسې ځينې حرکتونه وکړه چې اوریدونکی یا لیدونکی دې په خبره او په هدف پوه نشي. شور، ځوږ، خيزونه او ځینې نور بې ځایه حرکتونه باید د یوه ښه هنرمند هدف نه وي، یوه څه دې وي، خو لومړنۍ هدف یې باید دا وي چې زما د شعر په هدف او مفهوم د خلکو سر خلاص شي. نو بې معنا څه دې پکې نه وي، باید یو هدف ولري.
پوښتنه: مننه، ښه نو ځینې کارونه انسان بې له استاده هم زده کولی شي، خو نه پوهیږم چې تاسې د موسیقۍ دغه سبک له کوم استاده زده کړی او که پخپله د ځان استادان يئ؟
پراډایس: زه خو له ماشومتوبه له ټلویزون او راډیوګانو او ځینو نورو خارجي شبکو سره رالویه شوې یم. له ماشومتوبه مې ځینې مشور امریکايي او غربي سندرغاړي پيژندل.
له کورني اړخه پلار مې هم له ماشومتوبه کیبورډ او تبله وهله، وړوکی ورور مې هم په کور کې سندرې وايي، نو د کورنۍ لخوا ډیره هڅول کیږم. یو کال په ایران کې د کوریس ډلې سره وم. اوس هم په استاد پسې ډیر ګرځو خو نشته...
ډآیورس: اوس موږ پخپله د ځان استادادن یوو...
پراډایس: نه نه، دی شوخي کوي....
ډایورس: له شوخۍ به تير شو.... استاد نه لرو، سمه ده چې د موسیقۍ اسبابو استادان شته، خو پخپله د رپ موسیقۍ، د هيپ هاپ او (آر اینډ بي) لپاره موږ پخپله له خارجي موسیقۍ یو فکر او مفکوره اخلو، له خپلې افغاني موسیقۍ سره یې یو ځای کوو او یو نوي څه جوړوو.
پوښتنه: تر اوسه مو څو سندرې ویلي دي؟
پراډایس: تر اوسه اووه سندرې چمتو دي. پنځه ویډیويي کليپونه لرو. چې له دغو یې څلور اجتماعي او فرهنګي دي او درې نورې یې عاشقانه دي.
پوښتنه: ستاسې په ځینو سندرو کې د میرمنو د حقونو غوښتنه شوې، په ځينو کې له اداري فساده او ځینو نورو ټولنيزو ستونځو شکایت شوی او عشقي هم لري... په دې رپ موسیقۍ کې هم کله کله انګريزي ورګډوئ، لکه په راک موسیقۍ کې یې چې ځینې سندرغاړي ګدوي؟
پراډایس: په دې اوسنیو وختونو کې غواړو چې دغه کار وکړو. خو لکه څنګه مې چې مخکې وویل، پرته له یو دوو، نه شاعر او نه هم د رپ موسیقۍ لپاره طرز داسې طرز جوړونکی لرو، چې په دې برخه کې له موږ سره کار وکړي. نو مجبوره یوو چې کله کله موږ د موسیقۍ لپاره ځينې مهارتونه له انټرنټه زده کوو. ډیر زیات مشکلات لرو. تاسې پخپله پوهيږئ، موږ دواړه ځوانان یوو، تر اوسه دا دومره څه پخپلو پيسو کوو، نو نشو کولی چې هر څه پخپله وکړو. خو که چیرې ښه استادان پیدا کړو، نو ولې نه، خامخا به پخپلو سندرو کې انګریزي هم ځای کړو.
ډایورس: اصلاً خو باید په رپ کې دري ووایو او وایو یې هم. خو د دې لپاره انګريزي باید پکې واوسي، چې موږ زموږ مخاطب یوازې په افغانستان کې باید نه وي، لکه څنګه چې موږ د نړۍ د نورو بېلا بېلو هنرمندانو سندرې اورو، همداسې موږ هم غواړو چې د یوه افغان په هیث د نړۍ نور خلک د یوه افغان رپ ویونکي سندره واوري او پرې وپوهیږي. هغه ستونځې او ښیګڼې چې زموږ په ټولنه کې دي باید دوی هم ترې خبر شي. نو په پلان کې مو ده چې انګريزي پکې واوسي.