د امریکا د متحدو ایالتونو ولسشمر بارک اوباما وویل، متحده ایالات دې نتیجی ته رسیدلی چې د سوريي حکومت پر ملکیانو د تیرې اونۍ د کیمیاوي وسلو حمله کړې خو تر اوسه پورې یې د یوه پوځي اقدام په اړه پریکړه نه ده کړې.
اوباما له یوه امریکایي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل:
(موږ ټول شواهد وکتل او زموږ په عقیده مخالفین دا ډول کیمیاوي وسلې نه لري. موږ فکر نه کوو هغه سیستم ته په پام سره چې د توغندیو په وسیله دغه وسله کارول شوی، مخالفینو دې دغه حملې کړی وي.
موږدی نتیجی ته رسیدلی یوچی د سوریی حکومت په حقیقت کی دغه حمله کړی ده او که داسی وي نو نړیوال عکس العمل ته اړتیا ده. موږ له خپلو متحدینو سلاومشورې کوو، له نړیوالی ټولنی سره سلاومشوری کوو.)
د سوریی د حکومت د مخالفنیو په وینا د اګست په ۲۱ د مشق ته نژدې د کیماوی وسلو په حمله کی په سلهاوو کسان ووژل شول.
د امریکا ولسشمربارک اوباما وویل، د متحده ایالاتو عکس العمل به د سوریی ولسمشر بشار الاسد ته یوقاطع پیغام ورکړي.
پرون د ملګروملتونو د امینت شورا پنځه دایمی غړي د بریتانیا له خوا د یوه پریکړه لیک پرمسودې چی د سوریی پرضد د پوځي اقدام غوښتنه یی کوله، موافقی ته ونه رسیدل.
له انتظار سره سم روسیی او چین له دی کارسره مخالفت وکړ.