یو امریکایي عسکر په اعدام محکوم شو. تورن نضال حسن اعتراف وکړ چې په دوه زره نهم کال کې یې په تکساس کې په یوه پوځي اډه کې دیارلس تنه وژلي او یودیرش نور یې ټپيان کړې دي.
دغه پوځي څرګنده کړه چې دا کار یې په اسلامي هیوادو کې د امریکا د جګړې په ځواب کې کړی دی.
پوځي محکمې پرون دوه ساعته جروبحث وکړ او بیا یې خپله پریکړه اعلان کړه.
دوه څلویښت کلن حسن که اعدام شي، دی به د امریکا په تاریخ کې په څه باندې پنځوس کلونو کې لومړی کس وي چې اعدامیږي. خو څیړونکي په دې باور دي چې دا د پوځي محکمې حکم دی او ښایي کلونه او لسګونه کلونه وخت ونیسي څو پر حسن د اعدام حکم عملي شي.