د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د انتخاباتو په پروسه کې د ښځو د پراخ ګډون په هدف درې کلنه پروژه په پام کې نیولې ده.
دا پروژه به د بریتانیا د سفارت او اشیا فونډیشن په همکارۍ د یاد کمیسیون له خوا په ټولو ولایتونو کې عملي شي.
د انتخاباتو د خپلوا ک کمیسیون ویاند نور محمد نور نن په دې اړه په یوه غونډه کې وویل:
"د دې پروګرام هدف دا دی چې؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ښځو شمېر له هر پلوه زیات شي. څه د کاندید په صفت، څه د رای ورکونکی په صفت او یا هم د انتخاباتو د پروسې د کارکونکې په صفت."
تر دې وړاندې په یوشمېر ولایتونو کې د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو له کمې ونډې اخیستنې شکایتونه خپاره شوي وو.