د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر ویب پاڼې کمپیوټري حمله وشوه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویب پاڼه د سه شنبې په ورځ د څو ساعتونو لپاره بنده شوه او دا په روانې میاشت کې په دغې ورځپاڼې دومه ستره کمپیوټري حمله وه.

د کمپیوټري حمله کوونکو یوه ډله چې ځان د سوریې برښنایي پوځ بولي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او دغه راز د "هفینګټن پوسټ" ورځپاڼې د حملو مسوولیت یې منلی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له حملې څخه څو دقیقې وروسته بله کمپیوټري پاڼه پرانستله او په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د حملې عکسونه یې په کې خپاره کړل.

"د سوریې برښنایي پوځ" په دې وروستیو کې د نیویارک تایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو او دغه راز "بي بي سي" او الجزیره ویب پاڼو په ګډون، په یو شمېر نورو هغو خبري رسنیو باندې حملې کړي چې؛ د سوریې له یاغیانو سره خواخوږې بلل کیږي.

امنیتی کارپوهان وایي، د حمله کوونکو ویب پاڼه د جون له میاشتې راهیسي له روسیې څخه فعالیت کوي.