لښکرګاه ښار کې موټر بم چاودنې ۲۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

چارواکي وایې د هلمند په مرکز لشکرګاه ښار کې په موټر بم چاودنې کې شلو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک آزادي راډیو ته وویل، چې دا چاودنه نن غرمه مهال په لشکر ګاه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان شوې چې پنځه تنه عام وګړي یې وژلي او پنځلس یې ټپیان کړیدي.

ده په دې پیښه کې بهرنیانوته د اوښتې تلفاتوپه اړه څه ونه ویل.

اخوا د کونړ سیمه ییز چارواکي وایې، چې تیره شپه د دې ولایت پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خاوري پینځلس توغندي ویشتل شوي چې له امله یې دوه ملکیان وژل شوي دي.

د کونړامنیه قوندان عبدالحبیب سید خیل آزادي راډیو ته وویل، چې دا دوه تنه پر یوه جومات د توغندي د لګیدو له امله وژل شوي دي.