د کابل په دارلامان سیمه کې ځان وژونکې حمله شوې

تیره شپه د کابل په دارلامان سیمه کې د یوې ځان وژونکې حملې له امله یو کس ټپي شوی دی.

د کورینو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقې آزادي راډیو سره په خبرو کي وویل؛ پولیسو ځان وژونکی په ډزو وواژه:

"یوه ځان وژنکې له چاودیدونکو موادو سره یو ځای د اوبو او برښنا وزارت ته د داخلېدو هڅه وکړه؛ خو پولیسو وپیژاند او له پښو یې وغورځاوه. د دغه کس چاودیدونکي مواد وچاودیدل او یوازې یو ملکي کس په ساحه کې ټپي شوی دی."

د دغې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.