د ایران له خو د افغان کډو د جبري ایستلو د ستونزې د حل لپاره یو پلاوی وټاکل شو

د افغانستان د وزیرانو شورا یو جګپوړی پلاوی ټاکلی تر څو د ایران له خوا د افغان ګډوالو د جبري را ایستلو ستونزه حل کړي.

د وزیرانو شورا دارالانشا او د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کي ویلي؛ چې د ګډوالو چارو د وزیر په مشرۍ دا پلاوی به له ایرانیو چارواکو سره په دې اړه بحث وکړي.

د خبرپاڼې له مخې ایران هغو افغان کډوالو ته چې هلته د پاته کیدو اسناد نه لري او یا یې هم د کار د ویزو وخت ختم سوی وي؛ د روانې وږي میاشتي تر پنځلسمي وخت ورکړی، چې له ایرانه ووزي.

د افغانستان د وزیرانو شورا ویلي چې؛ که ایران دا پرېکړه عملي کړي، نو افغان کډوال به له جدي ستونزو سره مخ شي.