روسیې نن د امریکا متحدو ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې؛ د سوریې د رژیم پر ضد پوځي عملیات به ډير خطرناک عواقب ولري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي چې؛ د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ته ټلفون کړی او ورته ویلي يې دي چې؛ مسکو په سوریه کې د پوځي مداخلې په اړه د یوشمېر امریکايي چارواکو له خبرو سخته اندیښنه لري.
په عین حالکې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون په بیت المقدس کې یوه خبري کنفرانس ته وویل:
"په سوریه کې روان وضعیت زما په باور هغه جنایت دی چې؛ د رژیم د خپلو خلکو پر ضد روان کړی دی. دا په ريښتا چې ټکان ورکونکی حالت دی او داسې قصاوت باید پای ته ورسیږي."
بنیامین نتانیاهو زیاته کړه چې؛ فکر نه کوي چې، د سوریې رژیم په یوازیتوب فعالیت کوي بلکې ایران او د حزب الله ډله هم هلته د اسد د رژیم ملاتړ کوي او فعال رول لوبوي.