څارنوالانو نن د چین د حکومت د پخواني لوړ رتبه چارواکي (بو زیلای) ته د اداري فساد او له واکه د ناوړه استفادې په تور د تر ټولو سختې سزا غوښتنه وکړه.
خو په خپله (بو زیلاي) د قتل د یوې پيښې په اړه په څيړنو کې خپله مداخله او په ادارې فساد کې د ونډې درلودلو په خاطر د څلورنیم ملیونه ډالرو ترلاسه کولو تور رد کړ.
د جینان ښار د محکمې ویاند "لیو" نن خبري کنفرانس ته وویل:
"څارنوالي ادعا کړې چې، حقایق څرګند دي او قوي شواهد شته چې، ثابتوي چې متهم رشوت اخیستی، په اداري فساد کې لاس لري او له قدرته یې ناوړه استفاده کړې.
بو زیلای څه باندې درې نیم ملیونه ډالر رشوت اخیستی، دا ډیرې پیسې دي. هغه د بیت المال اته لکه شل زره ډالر خوړلي دي چې؛ زیاتې پيسې دي. هغه له قدرته سوء استفاده کړې چې، ولسي او ملي ګټو ته یې ستر زیان رسولی ځکه وضعیت ډير حساس وو. هغه ته باید له قانون سره سم سخته سزا ورکړه شي."
بو- زیلاي نن محکمې ته وویل چې؛ دی ډير عادي وګړی دی او تر اوسه هم هغه کالي اغوندي چې؛ مور یې پينځوس کاله پخوا ورته اخیستي وو.
دی د چین د چونګیګ ښار مشر او د خپل هېواد د رهبرۍ په کړیو کې له پيژندل شویو کسانو څخه و.
بو- زیلاي تر هغه وروسته د سیاسي زوال سره مخامخ شو چې؛ ښځه یې د یوه بریتانوي سوداګر نیل هیووډ له قتل سره په تړاو ونیول شوه. دی له تیر کال راهیسې تر څيړنو لاندې دی او د مجرم پيژندل کېدو په صورت کې په اعدام محکومېدلای شي.