افغان کډوالو پاکستان ته د حامد کرزي د سفر هرکلۍ کړى

افغان کډوال: که د ترورېزم مخه ونه نيول شي، نور د دې اور لمبې به د پاکستان ګوډ ګوډ ته ورسېږي

افغان ولسمشر حامد کرزى د يو ورځني سفر په ترڅ کې نن د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته راغلى دى.

ټاکل شوې ده، چې افغان ولسمشر به د پاکستان له نوي صدراعظم نوازشريف او نورو لوړ رتبه چارواکيو سره وګوري او د سيمې د حالاتو، د ترورزيم پر ضد د مبارزې، د افغانستان د سولې د پروسې او پر يو لړ نورو مهمو مسالو به ورسره خبرې وکړي.

په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال پاکستان ته د افغان ولسمشرحامد کرزي د سفر هرکلۍ کړى دى. د دې ترڅنګ دوي دا تمه هم لري، چې د افغان ولسمشر دا سفر به مثبتې لاسته راوړنې ولري.

د افغان ولسمشر د سفر په اړه يو تن پېښور مېشتي افغان ليکوال عبدالوحيد ازادي راډيو ته وويل، چې پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو ته ښايي چې؛ په سيمه کې دې د امنيت راوستلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، نوموړي په دې اړه زياته کړه:

"دا ځانله د پښتنو مساله نه ده، نه د پاکستان هغه د افغانستان، دا د ټولې اسيا مسئله ده، ځکه علامه اقبآل له ننه نږډې ٥٠ کاله مخکې ويلي دي، چې:
اسيا يک پيکر آب ګل است ملت افغان در ان پيکر دل است
از فساد او، ساد اسيا است از ګشاد او ګشاد اسيا است

د دې لپاره بايد د دواړو ملکونو خلک سره کېني، خبرې وکړي، بيا بيا يې وکړي، دا ځل موږ افغانان پر اميده يو، چې دا ځل به انشاـ الله ښې فيصله وکړي:"


همدا راز يو تن بل افغان کډوال عمر خان وايي، چې که چېرې اوس د ترورېزم مخه ونه نيول شي، نو تر ٢٠١٤م کال وروسته به ددې اور لمبې د پاکستان او نورو هېوادونو ګوډ ګوډ ته ورسېږي:

"که څه هم دا پاکستان ته د افغان ولسشمر حامد کرزي شپاړسم سفر دى، موږ دا ځل په شدت سره دا هيله لرو، چې دواړه هېوادونه دې خپلې لانجې د خبرې اترې له لارې حل کړي.

موږ دا تمه هم لرو، پاکستان دې زموږ په هېواد کې د سولې په راوستو کې جدي ګامونه پورته کړي، دا بدبختۍ دې ختمې کړي. که اوس د ترهګرۍ مخه ونه نيول شي، نو تر ٢٠١٤م کال وروسته به ددې اور لمبې د پاکستان او د سيمې د نورو هېوادونو ګوډ ګوډ ته ورسېږي."


د يادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر د يو لوړ رتبه هيئيت په مشرۍ نن اسلام آباد ته راغلى دى. په پاکستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دا دغه هېواد د افغان ولسمشر لومړى سفر دى.

افغان ولسمشر به د پاکستان د نوي حکومت له صدراعظم نواز شريف او نورو جګپوړو چارواکيو سره د افغانسستان د سولې د پروسې او نورو اړونده مسالو خبرې وکړي او هڅه به وکړي، ترڅو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رښتينې همکاري جلب کړي.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور