د سولې عالي شورا پاکستان ته د ولسمشر کرزي ته خوشبینه ده

د سولې عالي شورا خوشبیني ښیي، چې اسلام آباد ته د جمهور رییس حامد کرزي سفر به د سولې په برخه کې ښې لاسته راوړنې و لري.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد نن آزادي راډيو ته په دې اړه وویل؛ د سولې مساله ډېره مهمه ده او د ده په وینا یې، هیله لري، چې له دې سفر څخه ښې لاسته راوړنې ولري.

د سولې عالي شورا وايي چې، په دې سفر کې به له پاکستان څخه د طالب مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وشي.