جمهور رییس حامد کرزی نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته ورسید.
له ښاغلي کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول؛ د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوار الحق احدي، د امنیت د انتقال د کمیسیون رییس ډاکټر اشرف غني احمدزی، د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رییس عبدالکریم خرم ملګري دي.
د جمهوري ریاست د ویاند له دفتره خپرې شوې خبرپانه کې راغلي چې؛ جمهور رییس کرزی به په خپل دې یو ورځني سفر کې په جلا توګه د پاکستان له صدر اعظم نواز شریف او جمهور رییس سره و ګوري.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلی کرزی به له پاکستاني چارواکو سره له تروریزم سره پر ګډې مبارزې، د افغانستان د سولې د بهیر او د دواړو هېوادونو داړیکو په اړه خبري وکړي.