م.م او د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو د کارولو د ادعا په اړه پر څېړنې سلا شول

د سوريې حکومت او ملګرو ملتو پرون (یک شنبه) موافقه وکړه چې؛ په بیړني ډول دمشق ته نږدې د کیمیايي وسلو څخه د کار اخیستل کېدو د ادعاو په اړه څیړنې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې؛ روسیې خبرداری ورکړی چې؛ دمشق ته نږدې تیره اونۍ د دې حملې د ادعاو په اړه تورونه مخکې له وخته وو.

د ملګرو ملتونو د بې وسلو کولو د ادارې مشرې انجیلا کاني پرون (یک شنبه) په دمشق کې د سوریې د حکومت له چارواکو سره وکتل او دواړو خواوو په بیړني ډول د څیړنو موافقه وکړه.

د دمشق حکومت ویلي چې، شوې پریکړه په بیړني ډول د اجرا وړ ده او هغو څارونکو ته به چې سوریې ته تللي په دې اړه د کار اجازه ورکړي.

ملګروملتونو ویلي چې څيړنې به یې نن (دوشنبه) پیل شي.