د مسکو د ښاروالۍ لپاره کاندید "الکسي" د لندې مودې لپاره توقیف شو

په روسیه کې د اپوزیسیون یو مشر الکسي ناوالني چې؛ د مسکو د ښاروالۍ په انتخاباتو کې له کاندیدانو دی، پرون (یک شنبه) د لنډې مودې لپاره توقیف شو.

د مسکو د ښاروالۍ ټاکنې راتلونکې میاشت ترسره کیږي.

الکسي ناوالني په روسیه کې د جمهور رییس ولادیمیر پوتین پر سیاستونو له جدي منتقدانو، د اداري فساد پر ضد له مبارزینو او پیژندل شویو بلاګ لیکونکو ګڼل کیږي.

دی پرون په مسکو کې د خپلې انتخاباتي مبارزې په یوه لاریون کې نیول شوی او د پولیسو مرکز ته بیول شوی و.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې، پرون په مسکو کې په دې لاریون کې نږدې پینځه زره کسانو ګډون کړی و.

د مسکو د پولیسو یوه ویاند ویلي چې؛ الکسي ناوالني د سیمې د پولیسو یوې اډې ته ور بلل شوی و تر څو د عمومي غونډو د قانون د تخریبولو په اړه توضیحات ورکړي.

خو د پولیسو دې ویاند نور جزیات نه دي ورکړي.