له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره د بلخ له سیلاب ځپلو سره مرستې کوي

په افغانستان کې له طبیعي پيښو سره د مبارزې ملي اداره نن (دوشنبه) د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې کوي.

د دې ادارې مشر محمد اسلم سیاس پرون (یک شنبه) ازادي راډیو ته وویل چې؛ هرې زیانمنې شوې کورنۍ ته به پینځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ ورکړي:

"هغو کسانو ته چې د سیلونو له امله زیان ورته رسیدلی ډیرې ښې مرستې شوې او نور نقدي کمک به هم وشي."

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ خلکو ازادي راډیو ته په ټلفوني پیغامونو کې ویلي چې؛ د سیلاب ځپلو کورنیو سره یوازې د سرې میاشتې ټولنې ناچیزه مرستې کړې دي.

په شولګره ولسوالۍ کې د روان کال د ثور په میاشت کې شدید سیلونه راغلل او خلکو ته یې زیات مالي تاوان ورساوه.