ننګرهار: د امنيتي ځواکونو پر ځای د سیمي خلکو له طالبانو نښته کړې

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ډاکټر عصمت الله شينواري ازادۍ راډیو ته په ټلیفوني اړیکه کې وویل، چې دغه نښته د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه،چې د اچين ولسوالۍ اجرايوي مدير نورګل خان وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړ او له ځانه سره بوته.

عصمت شينواری وايي،دا چې نورګل خان د هماغې سیمې اوسیدونکی و،نو د خپل قوم کسان راپورته شو او له وسله والو طالبانو سره يې په نښته لاس پورې کړ،چې په نتجه کې خپل مدیر،د هغه زوی درې تنه نور ولسي خلک او دوه تنه طالبان ووژل شو او دارنګه یو تن طالب اوس د سيمې خلکو ژوندۍ نيولی:

" پرون سهار شاوخوا اته بجې د چين ولسوالۍ اجراييوي مدير،چې وظیفې ته په لاره و،د وسله والو طالبانو لخوا له موټره ښکته شوی،دا،چې دا مدیر ددې سیمې و د هغه قوم راپورته شو او د مدیر دخلاصون په خاطر يې وسله والو طالبانو سره وسله واله نښته وکړه،چې خپل د اجراييوي مدیر زوی،درې تنه نور ولسي خلک او دوه طالبان په دې جګړه کې وژل شوی او تېر مازدیګر وسله والو اجراييوي مدیر هم وواژه او د سیمې خلکو یو طالب ژوندی هم نيولی،چې ورسره دی"

ډاکټر عصمت شينواری وايي،دا نښته د یوه دولتي کارمند پرسر راپورته شوې،ولې پرون تر ناوخته پورې هیڅ یوه امنيتي ځواک دې پيښې ته ورنه غی.
نوموړی وايي،چې ده خپله د ولسوال او امنیه قومندان سره په وار وار اړیکه ونیوله ولې دواړو په ولسوالۍ کې شتون نه درلود او د پيښې تر پایه دولتي چارواکو په کې مداخله نه ده کړې:

"کله،چې دا نښته شروع شوه،ما پخپله د اچين ولسوال ته زنګ وواهه تر غرمې پورې يې ټلیفون کار نه کاوه،بیا مو د ولسوالۍ امنیه قومندان هم خبر کړ،هغه ویل ،چې په کابل کې مرکز کې په یوه غونډه کې یم دغې جګړې ته،چې ولسونو د یوه دولتي کارمند په سر له طالبانو سره وکړه،هیڅ یو امنيتي ځواک مداخله ونکړه"

خودا،چې د ولسوالۍ د اجراييوي مدیر په سر ولسونه له طالبانو سره وسله واله نښته کوي او تر پايه امنيتي چارواکي په کې مداخله نه کوي څه لامل دی په دې اړه مو د ننګرهار د ولایت ویاند احمدضیا عبدالزي نه وپوښتل نوموړې د وخت اخیستو په بهانه تر دې مهال د یادې پيښې په اړه څه نه دې ویلي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه رسنيو ته د اچين ولسوالۍ د وسله والې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری