اوباما او کامرون د سوریې حکومت پرضد پر یوه احتمالي اقدام غور کوي

د امریکا ولسمشربارک اوباما او د بریتانیا صدراعظم ډیود کامرون وایي، دوی هغو ادعاوو چې وایي د سوریې حکومت پرملکیانو کیمیاوي وسلې کارولي سخت اندیښمن کړي او په یوه احتمالي اقدام غورکوي.

اوباما د شنبې په ورځ له خپلوجګ پوړو سلاکارانو سره وکتل اوهم یې په ټیلفون له کامرون سره خبرې و کړې.

په هغې خبرپاڼه کې چې د بریتانیا حکومت خپره کړې، ویل شوي چې، اوباما او کامرون دواړه دې مسالې چې مخ په زیاتیدونکې نښې ښیي، د سوریې د رژیم ځواکونو د تیرې چهارشنبې د ورځې د پام وړکیمیاوي وسلو حمله کړې، ډیراندیښمن کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو وویل چې د اپیښه ښیی چې داډول حملې دوام لري.

د بې سرحده ډاکټرانو روغتیایي ډلې ویلي چې؛ دمشق ته نژدې روغتونونو ته له دغې حملې سره په تړاو په زهرجن ګازو د مسموم کیدو له امله د ۳۵۵ مړیو او ۳۶۰۰ ټپیانو راپورونه ورکړل شوي دي.

د بې سرحده ډاکترانود ټولنې مشر میګوتیرزیان په سوریه کې د اګست د یویشتمې د زهرجن ګازو د تثبیتیدو په اړه وویل:

" موږ دا ویلی شو چې، یو زیات شمېر ناروغان، زښت زیات ناروغان چې زهرچن ګازو یې عصبي سیستم مصموم کړي و؛ په درېیو ساعتونو کې روغتونونو ته راغلل چې دا عادي خبره نه ده. موږتقریباً ډاډه یو حتی سل په سلو کې مطمین یوچې د عصبي سیستم د مصموم کېدو ګاز کارول شوي دي. دا چې دا څه ډول ګازدی، چا استعمال کړی، وسله والو مخالفانو که حکومتي ځواکونو تراوسه پورې یې نه شو تاییدولی. موږ نه پوهیږو."

د سوریې حکومت دا رد کړي چې، ګواکې د ګازو حمله یې ترسره کړې بلکه مخالف وسله وال ځواکونه یې د دې کارمسول بللي دي.

د امریکا د دفاع وزیرچک هیګل له مالیزیا څخه د کتنې په مهال وویل؛ که د متحده ایالاتو ولسمشربارک اوباما پرېکړه وکړي، د دې هیوادپوځ چمتودی چې پرسوریې پوځي حمله وکړي.