نن د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک د قاهرې په یوه محکمه کې راڅرګند شو چې؛ په ۲۰۱۱ کال کې د هغو مظاهرو په ترڅ کې د وژنو په اړه ځواب ووایي چې؛ له قدرته د ده د لیرې کیدو لپاره پیل شوې وې.
۸۵ کلن مبارک له پوځي روغتون څخه د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې په یوه الوتکه کې محکمې ته ولیږدول شو.
مبارک درې ورځې وروسته له هغې محاکمه کیږي چې؛ له زندانه ازاد او په یوه پوځي روغتون کې نظربند ساتل کیږي.
په عین حالکې د اخوان المسلمین د روحاني مشرمحمد بدیع او د هغه دو مرستیالانو خیرات الشتر او رشاد بیومي محاکمه چې ټاکل شوې وه نن وشي؛ د اکتوبر ترمیاشتې پورې وځنډیده.
دغه محاکمه وروسته له هغې وځنډیده چې؛ د راپورونو له مخې درې واړه مشران د امنیتي دلایلو له امله محاکمې ته حاضرنشول.
نوموړي تورن دي چې، له قدرته د پخواني ولسمشر محمد مرسي له لېرې کېدو د مخه یې د اسلامپالو ضد مظاهرو په ترڅ کې خونړی خشونت لمسولی دی.
مرسي د جولای په لومړیو کې د پوځ له خوا له قدرته لیرې کړی شوی.