د راپورونو له مخې د یمن په مرکز صنعا کې د هوایي ځواک د غړیو پرموټر په یوه حمله کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې پیښه کې د تلفاتو په اړه چارواکو ضدونقیض څرګندونې کړې دي. دوی له یوه نه تر شپږو پورې د عسکرو د وژل کیدو او شاوخوا شل نورو د ټپي کیدو ویلي دي.
په دې اړه د هوایي ځواکونو یوه عسکرامین صریع په صنعا کې وویل:
"نن سهار بس روان و چې، دفعتاً مو د چادونې غږ واورید. یوه چاودونکې وسیله د موټرلاندې ایښودل شوې وه چې؛ زموږ همکاران یې ووژل. لږترلږه شپږعسکر وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل شول."
د یمن حکومت چې متحده ایالات یې ملاتړی دی، په دې ورستیو کې د اسلامي سخت دریځو د مخ په زیاتیدونکې حملو سره مخامخ دی او حکومت د امریکا د بې پیلوټه حملو چې سخت دریځې په نښه کوي، ملاتړ کړی دی.
یمن د عربو په ټاپووزمه کې د القاعده یوه اډه ګڼل کیږي.