پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په درشل کې نن دافغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال اسلام اباد ته ولاړ.
د مالي وزارت سلاکار نجیب منلي ازادي راډیو ته وویل چې؛ ښاغلي زاخیل وال به د افغان ولسمشر له سفره مخکې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو پر ستونزو او د ترانزیت په برخه کې پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.
ټاکل شوې جمهور رییس حامد کرزی سبا اسلام اباد ته سفر وکړي.
د دې سفر هدف په افغانستان کې د سولې د بهیر لپاره د پاکستان د « ریښتینې» همکارۍ جلبول او د دواړو هیوادونو د اړیکو لا پراختیا بلل کیږي.
له ولسمشر کرزی سره به د افغانستان د سولې د عالي شورا یو هیت هم پاکستان ته ولاړ شي.