ولسمشر حامد کرزی سبا پاکستان سفر کوي

ټاکل شوې چې جمهور رییس حامد کرزی سبا (دوشنبه) پاکستان ته ولاړشي.

د دې سفر هدف په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره د پاکستان د (ریښتینې) همکارۍ جلبول او د دواړو هیوادونو د اړیکو لا پراختیا بلل کیږي.

خو ښاغلي کرزي پرون (شنبه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې؛ پاکستان ته د دې سفر د نتایجو په اړه ډاډ نه لري.

له ولسمشر کرزی سره به د افغانستان د سولې د عالي شورا یو هیات هم پاکستان ته ولاړ شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې؛ له پاکستاني چارواکو سره به د طالبانو د یو شمیر زنداني مشرانو د خوشي کیدو مسله هم مطرح کړي.