"روانه اوونۍ په سوریه کې ۳۳۵ تنه د کیمیاوي وسلو په حمله کې وژل شوي دي"

د بشري مرستو نړیواله اداره (بې سرحده ډاکټران) وايي؛ روانه اونۍ په سوریه کې لږترلږه درې سوه پينځه پینځوس (۳۳۵) تنه په هغه حمله کې چې ادعا کیږي؛ د زهرجنو کیمیاوي موادو په وسیله شوې؛ وژل شوي دي.
د بې سرحده ډاکټرانو نړیواله اداره (MSF) چې په سوریه کې د مخالفینو په تر کنټرول لاندې سیمو کې څلور روغتونونه لري.

دې ادارې پرون (شنبه) وویل چې؛ دمشق ته نږدې په هغه سیمه کې چې د کیمیاوي حملې ادعا شوې؛ درې زره او شپږ سوه کسان چې عصاب یې زهرجنو موادو متاثره کړي وو؛ روغتونو ته ور وړل شوي دي.

د (MSF) د عملیاتو مشر بارت جانسنز ویلي چې د پيښې څرنګوالی او په ناروغانو کې لیدل شوي علایم څرګندوي چې؛ خلک په ډله ییز ډول د داسې موادو قرباني شوي چې عصاب تخریبوي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز یې په لندن کې دي وايي چې؛ په دې حمله کې د څلور پنځوس (۵۴) ماشومانو په ګډون (۳۲۲) تنه وژل شوي دي.

د سوریې حکومت او مخالفینو پر یوه بل د کیمیاوي وسلې څخه د کار اخیستلو تور لګولی دی.