ایساف: ښخ شوي ماینونه افغان ځواکونو ته یو لوی ګواښ دی

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ آیساف ځواکونه وایي چې د جګړې په ډګر کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته پنځوس فیصده مرګ ژوبله د خښ شویو ماینونو له امله اوړي.

په کابل کې د آیساف د ګډې عملیاتي قومندانۍ د پلان مرستیال فرګس مک لیکلن د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ددې ډول ماینونو د کشف او شنډولو لپاره یې نوې هڅې پيل کړي دي.

جنرال لیکلن د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو څه باندې دوه سوه ډلې د خښ شویو ماینونو د شنډولو روزنه ترلاسه کوي.

"خښ شوي ماینونه د جګړې په ډګر کې د پنځوس فیصده مرګ ژوبلې سبب کیږي، اوس په دې برخه کې څه باندې دوه سوه ډلو ته چې هره ډله کې دوه یا درې کسان شامل دي روزنه ورکول کیږي.

دوی د ماینونو په ضد د مبارزې او څارنې مسلکي روزنه ترلاسه کوي، دوی ته د ماین د کشفیدو وسایل او نقلیه وساېط ورکول کیږي."


دې اسټرالیایي جنرال وویل چې دا مهال د افغانستان په بیلابیلو برخو کې نوي فیصده ماینونه له چاودنې مخکې کشف او شڼدیږي.

په دې وروستیو څو میاشتو کې د سړک د غاړې ماینونه زیات شوي چې کله ناکله یې عام خلک هم قرباني کیږي.

یوناما هم نږدې یوه میاشت وړاندې په خپل راپور کې وویل چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله درویشت فیصده زیاته شوې چې اصلي لامل یې همدا ماینونه دي.

د افغانستان ددفاع وزارت هم تاییدوي چې د خښ شویو ماینونو له امله افغان پوځ ته ډیره مرګ ژوبله اوړي، خو وایي چې دغه ډول ماینونه ټول بهرني متخصصین جوړوي.

ددې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایی چې له خښ شویو ماینونو سره مبارزه د دوی له لومړیتوبونو کې هم ځای لري.

ښاغلي عظیمي دا ماینونه دوه ډوله وبلل:

"هغه بمونه چې په افغانستان کې کارول کیږي دوه ډوله دي، یو سطحي دي چې بهرني متخصصین راځي او دلته په افغانستان کې یې خلکو ته د جوړولو روزنه ورکوي.

بل ډول یې بیا په بهر کې جوړ شوي قوي ماینونه دي چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په وسیله هیواد ته رادننه کیږي او دلته په انتحاري حملو او د سړک غاړې حملو کې ترینه کار اخیستل کیږي."


د دفاع وزارت وایي، د حکومت وسله وال مخالفین ددې لپاره د ماینونو په ایښودو تمرکز کوي چې له افغان ځواکونو سره یې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی.

د بشر د حقونو مدافعین بیا وایي چې د جنګ ښکیلې ډلې باید د ماینونو له ایښودو ډډه وکړي، ځکه د دوی په خبره اکثره قربانیان یې ملکي وګړي دي.

دا چې په دې برخه کې به د ایساف په مرسته د افغان ځواکونو پیل شوې مبارزه څومره نتیجه ورکړي، دا به د وخت په تیریدو څرګنده شي.
راپور: اسدالله لودین کابل