له بهرنیومعتبروپوهنتونونو سره دافغانستان د پوهنتونونو د اړیکو د ټینګولو په لړ کې، د هېواد یوولس دولتي پوهنتونونه د (I.U.C) یا د پوهنتونو په نړیوالې شورا کې شامل شول.
په دې شورا کې د افغانستان د پوهنتونونو د شاملیدو تړون د شنبې په ورځ په کابل کې د لوړو زده کړو د وزیر ډاکټر عبیداله عبید او د "ای. یو. س" د ريیس ډاکتر "برهان حکمت عزیزاغلو" ترمینځ لاسلیک شو.
د لوړو زده کړو وزیر باور څرګند کړ چې؛ له پیژندل شویو پوهنتونو او علمي او تحقیقاتي موسسو سره د افغانستان د پوهنتونونو اړیکې او همکاري به وکړای شي؛ چې نورو علمي انکشافاتو ته لاره هواره کړي:
"دا چې زموږ یوولس پوهنتونونه د نړیوالوپوهنتونونو د شورا غړي کيږي دا کولی شي چې د لوړو زده کړو په مختلفو برخو کې د ظرفیتونو په لوړولو کې له موږسره مرستې وکړي؛ هیله ده ای. یو. سي سره زموږ اړیکې د دې سبب شي؛ چې زیاتې علمي لاسته راوړنې ولرو."
د پوهنتونونو د نړیوالې شورا مرکز په ترکیه کې دی چې؛ د نړۍ د شپږویشتو هیوادونو یوسلوپنځوس پوهنتونونه یې غړي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې له کابو یوه کال راهیسې هڅې روانې وې چې؛ د افغانستان پوهنتونونه د دې شوراغړي شي چې؛ بالاخره تېره اوونۍ د دې شورا یو پلاوی کابل ته راغی او د چهارشبنې او پنجشنبې په ورځو کې یې د افغانستان د لوړو زده کړو وضیعت وڅیړه او ویې منله چې، د افغانستان یوولس پوهنتونونو ته دې د یادې شورا غړیتوب ورکړل شي.
په یاده شورا کې نوي منل شوی پوهنتونونه؛ د "کابل پوهنتون، د کابل طبي پوهنتون، د ښوونې او روزنې، د بلخ، کندهار، هرات، پکتیا، خوست، ننګرهار او کونړ پوهنتونونه" دي.
تردې مخکې هم له ځینو بهرنیو پوهنتونونو سره د افغانستان د یو شمېر پوهنتونو د "توامیت" تړونونه لاسلیک شوي دي.
د پوهنتونونود نړیوالې شورا ريیس ډاکتر برهان حکمت عزیز اغلو وویل؛ د دې تړون په اساس مکلف دی چې؛ د افغانستان له پوهنتونونو سره علمي او تخنیکي مرستې وکړي:
"د نړیوالو پوهنتونو شورا غواړي د افغانستان په پوهنتونونو کې چې کومې ستونزې او نیمګړتیاوې لیدل کيږي د هغې اوارۍ ته هڅې وکړي.
په دې هېواد کې په لږه موده او لږو امکاناتو د ستایلو وړعلمي پرمختګونه شوي.
د دې هېوادخلک غواړي ستونزې حل او د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په ډله کې ودریږي. د دې وخت رارسیدلی چې، ستونزی یې حل کړو.
په دی لاره کې اکاډمیسینان اوعالمان ډېره ونډه اخیستلی شي."
د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې اوسمهال په دې هیواد کې یودېرش دولتي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو پنځه اویا خصوصي موسسې فعالې دي چې په مجموع کې په کې څه باندې دوه لکه پنځوس زره نجونې او هلکان په تحصیل بوخت دي.
د دوی په خبره سربیره پر دې دمګړۍ په یوشمېراسیایي، اروپایي او امریکایي پوهنتونونو کې شاوخوا شل زره افغان محصلین هم زده کړې کوي.
راپور:خان محمد سیند